په داسې حال کې چې له یرغلګرې امریکې سره د امنیتي تړون پر سر فضا یو څه ګردجنه غوندې وښودل شوه! له یرغلګرې ناټو سره دتړون ډنډوره را پورته شوه! حقیقت دا دی چې هغه څوک چې د یرغل په سیوري کې یې نشو ونما کړې وي، په هیڅ صورت نه غواړي دغه سیوری یې له سره کم شي! خو بیا هم دا چې زړونه د الله جل جلاله په واک کې دي کله کله ځینې کسان په خپلو کړنو پښیمانه کېږي، د راڼه مستقبل په لوري په حرکت خپله توره ماضي سپینوي، او دا توفیق الله جل جلاله هغه چا ته ور په برخه کوي چې د زړه له تله او په ريښتیني ډول د الله جل جلاله په لوري مخه کړي، او دخپل ولس هیلو او ارادو ته غاړه کېږدي.
همدې خبرې ته په کتو سره کله چې کرزي له امریکې سره زرګري جنګ پیل کړ، افغان مظلوم ولس چې دولس کاله یرغلګرو وژلی، وهلی او ځپلی و! دې ګام ته یې د نیک پالۍ هیلې یو څه را وټوکېدې، چې ګوندي نور مو خاوره د یرغلګرو له ناولیو منګولو څخه خلاصه، د یرغلګرو له ظلم، وحشت، بربریت او جنایت نه به په امن کې شو. نور به زمونږ په هېواد کې د وینو ویالې وچې شي، د اورونو لمبې به مړې شي! د ظلمونو، جنایتونو او وحشتونو یرغلګره خپسه به د افغان کړېدلي ولس له سینې کوزه شي!
په همدې هیله د افغان ولس مختلفو پرګنو په ځانګړي ډول مجاهدینو چې عملا په ولس کې په لوړه کچه مطرح، او دخاورې او ولس برخلیک ور پورې تړلی دی، د ولس نیک پالۍ ته د مثبت غبرګون په ښودلو سره، نړۍ، یرغلګرو او هم یې بهرنیو او داخلي ملګرو ته په ډاګه کړه چې که د افغان ولس د پاکې خاورې د اشغال د پای ته رسېدو په اړه یرغلګر او ملګري یې ريښتینې اراده ولري، یقیني خبره ده چې افغانانو ته به ددې فرصت په لاس ور شي چې په ګډه د خپل کور د جوړولو لپاره یو او بل ته لاسونه سره ور کړي. او خپل کور د پردیو له لاسوهنې پرته په خپله جوړ کړي!
مګر کله چې اوس اوس له ناټو سره د تړون خبره راپورته شوه، او تر څنګ یې له یرغلګرې امریکې سره د تړون د لاسلیکدو په اړه د پرمختګونو خبرې را برسېره شوې! ټول هغه امیدونه چې دهېواد د خپلواکۍ او آرامۍ، او له ظلمونو او وحشتونو څخه د ولس د خلاصون په اړه وو، مړاوي شول!
دا چې لا هم فرصت په لاس کې دی، اسلامي امارت یو ځل بیا په ټولو هغو کسانو چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد اشغال او د ولس غمیزه اوږدول غواړي، غږ کوي چې راځئ د یرغلګرو په وړاندې یو موټی شئ، د خپل ولس تر څنګ ودرېږئ، عزت او سرلوړي په خپلواکۍ کې ده، نه د اشغال تر سیوري لاندې، دا دولس کاله مو د یرغلګرو تر منت لاندې شپې او ورځې تېرې کړې، راشئ یو ځل د خپلواکۍ خوند هم وڅکئ! که تاسو دا ګومان کړی وي چې یرغلګر به مو وساتي، یا به مو له ناوړه برخلیک څخه وژغوري، او یا به هېواد درته ګل اوګلزار کړي، دا ټول خو تاسو دا دولس کاله تجربه کړل! نور آزموده را آزمودن خطا ست!
له دې ټولو سره سره بیا هم که تاسو د افغان ولس د پاکې خاورې د خرڅلاو قباله یرغلګرو ته ورکوئ، باید پوه شئ چې نه به مو تاریخ وبښي، نه ولس، او نه راتلونکي نسلونه! هغه ورځ به خامخا راځي چې یرغلګر مختورن په خپله مخه ځی، اوتاسو به لکه کمونیستان نه الله ته او نه ولس ته مخ لرئ! ځکه چې افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې د هېڅ یرغلګر په وړاندې سر نه دی ټیټ کړی، اوس به هم تر هغه خپل مقدس جهاد ته ادامه ور کوي تر څو چې یې خپلواکي نه وي تر لاسه کړې، او په خپله خاوره کې یې خپلواک اسلامي نظام نه وي قایم شوی!
افغانستان